په غزني ښار کې د یوه شپږ کلن ماشوم مړی موندل شوی
![په غزني ښار کې د یوه شپږ کلن ماشوم مړی موندل شوی](https://gdb.rferl.org/12901749-f066-468b-8e02-fd640e58ed2c_w800_h450.jpg)
طالب چارواکي خبر ورکوي چې د غزني ښار د څلورمې امنیتي حوزې اړوند په سلطان محمود ښارګوټي کې د یوه شپږ کلن ماشوم مړی موندل شوی دی.
د غزني له امنیه قوماندانۍ څخه پرون یکشنبه رسنیو ته په لېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې دغه مړی په یوه خالي نمره کې پروت و.
دوی وايي، د ماشوم پر تن د وهل ډبولو ټپونه معلومېږي.
تر اوسه پورې د دغه ماشوم خپلوان نهدي موندل شوي.