د افغانستان کرکټ اکاډمۍ اړوند لوبغاړو ظرفيت لوړونې لپاره رزونکي ګمارل شوي
![د افغانستان کرکټ اکاډمۍ اړوند لوبغاړو ظرفيت لوړونې لپاره رزونکي ګمارل شوي](https://gdb.rferl.org/01000000-0aff-0242-0f8a-08db4a60b9e8_cx0_cy11_cw0_w800_h450.jpg)
د افغانستان کرکټ بورډ ادارې د مې په لومړۍ نېټه په یوې خبرپاڼې کې ویلي چې د ملي کرکټ اکاډمۍ لپاره یې دوه نور بهرني روزونکي هم په دنده ګمارلي دي.
يادې ادارې ليکلي: "منډيپ سېنګ چې د ماسټرۍ تر کچې زدهکړې او له ۱۳ کالو ډېره تجربه لري د فیزیوټراپسټ او راجېش چوهان چې د زمبابوې، مالیزیا، سنګاپور، راجستان روبالز او ګڼ شمېر نورو لوبډلو سره د دندې تجربه او لوړې زدهکړې لري د فزیکي تکړښت د روزونکي په توګه وګمارل شول."
کرکټ بورډ زیاتوي، د یادو روزونکو تر ګمارنې وروسته به اوس د ټولو لوبغاړو درملنه په افغانستان کې کېږي او دا چاره به د ډېر لګښت مخه ونیسي.
د ویلو ده چې تر دې وړاندې د یادې اکاډمۍ لپاره د پاکستان دوه پخواني لوبغاړي عمران فرحت او رنا نوید الحسن هم د توپ وهنې او توپ اچونې د روزونکو په توګه ګمارل شوي دي.