ملګرو ملتونو امیرخان متقي ته د پاکستان د سفر اجازه ورکړې
![ملګرو ملتونو امیرخان متقي ته د پاکستان د سفر اجازه ورکړې](https://gdb.rferl.org/04870000-0aff-0242-1a89-08da33c396ed_cx0_cy27_cw0_w800_h450.jpg)
د ملګروملتونو په امنیت شورا کې د طالبانو د بندیزونو کمېټې هوکړه کړې چې د طالبانو د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیرخان متقي ته د پاکستان د سفر اجازه ورکړي.
رویټرز خبري اژانس لیکلي، متقي له اوږدې مودې راهیسې د ملګرو ملتونو د سفر تر بندیز لاندې دی.
په خبر کې راغلي، په ملګرو ملتونو کې د پاکستان ماموریت په یوه لیک کې له دغې کمېټې غوښتي چې متقي دې د چین او پاکستان د بهرنیو چارو له وزیرانو سره د لیدو لپاره د سفر له بندیزه معاف شي.
خبر کې راغلي، متقي به د می میاشتې له شپږمې تر نهمې نیټې پورې په اسلام اباد کې د پاکستان او چین د بهرنیو چارو له وزیرانو سره وګوري.
که څه هم معلومه نهده چې د دغه سفر اجنډا به څه وي، خو رویټرز لیکلي چې د سفر ټول لګښت پاکستان پر غاړه اخیستی دی.
پخوا تر دې د چین او پاکستان چارواکو ویلي، خوښ دي چې د طالبانو تر رهبرۍ لاندې افغانستان د چین-پاکستان د اقتصادي دهلیز له څو میلیاردي پروژې سره یو ځای کېږي.
په تېره اپریل میاشت کې ځینو پاکستاني رسنیو هم هغه هېواد ته د امیر خان متقي د احتمالي سفر خبرونه خپاره کړي وو.
د طالبانو حکومت تر اوسه په دې اړه څه نهدي ویلي.