د افغانستان د بشر حقونو کمېسيون: د طالبانو عمومي عفوه دروغ ده
د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسيون چې طالبانو منحل اعلان کړی وايي، د طالبانو حکومت د روڼ اندو، متنفذينو او پخوانيو پوځيانو نيولو، تهديد او شکنجې ته دوام ورکړی دی.
ياد کمېسيون د کوچني اختر پر لومړۍ ورځ د غزني د شاعر او ليکوال ذبيحالله عیار د نيولو يادونه کړې چې لا نهدی خوشې شوی.
د بشري حقونو خپلواک کمېسيون وايي، طالبانو پخوانی سرتېری ذکر الله هم نيولی چې لا يې برخليک نهدی معلوم.
دغه کمېسيون د خپلو سرچينو په حواله ويلي چې په غزني کې پخوانۍ پوليسه مهتاب همدرد د غوايي يا ثور پر اوومه نيول شوې او نامعلوم ځای ته لېږدول شوې ده.
په اعلامیه کې ويل شوي چې طالبانو د پولیسو اکاډمۍ پخوانی استاد جنرال عبدالمناف دره هم په کابل کې نيولی او د برخليک په اړه يې معلومات نهشته.
کمېسيون وايي د امان الدين په نوم پخوانی پوځي چې له شپږو مياشتو راهيسې د طالبانو د استخباراتو په بند کې دی، نهدی خوشې شوی.
د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسيون وايي، امان الدين د تېر نظام تر سقوط درې کاله مخکې دنده پرېښی وه چې اوس د طالبانو لهخوا په فزيکي او رواني لحاظ شکنجه شوی دی.
کمېسيون د خلکو خپلسري نيول غندلي او نړيوالو ته يې په خطاب کې ويلي چې د طالبانو عمومي عفوه دروغ ده.
طالبانو د دې اعلاميې په باب څه نهدي ويلي.