د افغانستان په ۲۳ ولایتونو کې د ګوزن ضد واکسین کمپاین پیلېږي
![د افغانستان په ۲۳ ولایتونو کې د ګوزن ضد واکسین کمپاین پیلېږي](https://gdb.rferl.org/f2670000-0aff-0242-f04c-08d9a2d3acc5_w800_h450.jpg)
د طالبانو د حکومت د عامې روغتیا وزارت د روانې اوونۍ د دوشنبې په ورځ په ۲۳ ولایتونو کې د ماشومانو د ګوزڼ د ناروغۍ یا پولیو پر ضد د واکسین د فرعي کمپاین د پیل خبر ورکوي.
دې وزارت نن وویل چې، د دې کمپاین په ترڅ کې به له پنځو کلونو کم عمره شاوخوا شپږ میلیون ماشومانو ته د پولیو د واکسین څاڅکي ورکړل شي.
یونېسف پرون اعلان وکړ چې په افغانستان کې په ۲۰۲۳ کال کې د پولیو لومړنۍ پېښه یې په ننګرهار ولایت کې ثبت کړې.
افغانستان او پاکستان د نړۍ یوازیني دوه هېوادونه دي چې لا هم د پولیو د پېښې موارد په کې موندل کېږي.