د کندهار په يو شمېر ولسواليو کې د کوکنارو پر ځای سبزيجات کرل شوي
![د کندهار په يو شمېر ولسواليو کې د کوکنارو پر ځای سبزيجات کرل شوي](https://gdb.rferl.org/01000000-0a00-0242-eef1-08db5b2d566c_w800_h450.jpg)
د ملګرو ملتونو اړوند د نشهيي توکو او جرمونو د کنټرول ادارې له لوري د کندهار په پنځو ولسوالیو کې د نشهيي توکو د کښتونو پر ځای د سبزیجاتو کښتونه شوي چې اوس يې تازه د حاصلاتو د ټولولو بهير پيل شوی.
په دغه ولسوالیو کې مخکې د کوکنارو پراخ کښتونه کېدل.
بلخوا ځايي بزګران وايي، د سبزیجاتو دا ډول عصري کښتونه د دودیزي کرنې په پرتله زیات حاصل ورکوي.
نور تفصيل د لاندې غږيز فايل په کېکاږلو اورېدلی شئ: