قامي اسمبلۍ د مې نهمې تشدد پېښو کې ښکېلو کسانو ته تر پوځي قوانينو لاندې سزا ورکولو قراردار منظور کړ
![قامي اسمبلۍ د مې نهمې تشدد پېښو کې ښکېلو کسانو ته تر پوځي قوانينو لاندې سزا ورکولو قراردار منظور کړ](https://gdb.rferl.org/01000000-0a00-0242-f6f8-08db5b5d6fee_cx0_cy10_cw0_w800_h450.jpeg)
د دفاع وزير خواجه اصف وويل چې د مې نهمه د پاکستان په تاريخ کې توره ورځ ده او هر کال به یې په همدې نوم يادونه کېږي. د نوموړي په خبره د تحريک انصاف د دغو مظاهرو پر وخت د شوي تاوان تر شا پلانوونکي او پر پوځي ادارو د حملو هڅوونکي ول چې پر ضد یې ثبوتونه شته او پولیسو نيولي دي.