کندهار کې د خوښيو پر مراسمو بنديزونه؛ يو شمېر مېرمنې يې اندېښمنې کړي
![کندهار کې د خوښيو پر مراسمو بنديزونه؛ يو شمېر مېرمنې يې اندېښمنې کړي](https://gdb.rferl.org/884CDED4-B9F0-4135-8EF3-B7340D937C20_cx16_cy10_cw57_w800_h450.jpg)
د طالبانو د حکومت د کندهار د امر باالمعروف رئیس خپلو کسانو ته امر کړی چې، په ودونو او د خوښیو په نورو مراسیمو کې ښځو ته د دریا یا چمبې وهلو، سندرو اورېدلو او دغه راز د واده د شپې د نکريزو وړلو دود ته اجازه ور نهکړي.
دریا یا تمبل وهل په افغاني ټولنه کې له پېړیو راهیسې رواج لري، چې ښځې یې په ودونو، اخترونو، مېلو او د خوښیو په نورو مراسیمو کې وهي.
طالبانو تر دې مخکې د ودونو په صالونونو کې هم پر موسیقۍ بندیز لګولی و.
په دې اړه د نور تفصيل اورېدو لپاره لاندې غږيز فايل کېکاږئ: