په سوډان کې له اوربند سره سره پلازمېنه خرطوم کې جګړه روانه ده
سعودي عربستان او د امریکا متحدوایالتونو پرون جمعه وویل، داسې ښکاري چې په سوډان کې د شخړې دواړه اړخونه نافذ شوی اوربند تر ډېره حده رعایتوي.
دغه اوربند چې د سعودي عربستان او امریکا په منځګړیتوب ورباندې موافقه وشوه، له تېرې دوشنبې په سوډان کې نافذ شوی، خو په پلازمېنه خرطوم او غربي سیمه دارفور کې لا هم جګړې روانې دي.
ریاض او واشنګټن په یوه ګډه اعلامیه کې ویلي، بیا هم سختې شخړې تېره چهارشنبه شوې دي.
د اپرېل په نیمايي کې د پوځ د جنرال عبدالفتاح برهان او د چټک ملاتړ د ځواکونو په نوم د پیاوړي ملېشه ځواک د مشر جنرال محمد حمدان دقلو ترمنځ جګړه پیل شوه.
د اسوشېټېډپرېس خبري اژانس د راپور له مخې، په دې وسلهواله شخړه کې لږ تر لږه ۸۶۳ کسان وژل شوي، چې ۱۹۰ پهکې ماشومان دي.