نن د افغانستان او بنګلهدېش کرکټ لوبډلو ترمنځ درېيمه يو ورځنۍ سیالي ده
![نن د افغانستان او بنګلهدېش کرکټ لوبډلو ترمنځ درېيمه يو ورځنۍ سیالي ده](https://gdb.rferl.org/01000000-0aff-0242-8560-08db7d5d0937_cx1_cy9_cw90_w800_h450.jpg)
د افغانستان او بنګلهدېش د کرکټ لوبډلو ترمنځ د درې یو ورځنیو نړیوالو سیالیو د لړۍ وروستۍ لوبه به نن ترسره شي.
ټاکل شوې دغه لوبه د بنګلهدېش د چاټوګرام په لوبغالي کې د کابل پر وخت د غرمې په ۱۲:۳۰ بجو پیل شي.
افغان ټیم که څه هم دوه پر صفر مخکې دی او د لوبلړۍ جام یې ګټلی، خو بیا هم به په درېیمه لوبه کې به بنګلهدېش سره مخ شي.
د شنبې ورځې په لوبه کې افغان لوبډلې کوربه لوبډلې ته د ۱۴۲ منډو په ستر توپیر ماتې ورکړه.
د کرکټ د نړیوال جام په سیالیو کې چې د اکټوبر په پنځمه په هند کې پیلېږي، د افغانستان لومړۍ لوبه د اکټوبر په اوومه نېټه د بنګلهدېش پر وړاندې پلان شوې ده.