طالبان: تورخم کې د قاچاق کېدونکو تاریخي اثارو لارۍ نیول شوې
![طالبان: تورخم کې د قاچاق کېدونکو تاریخي اثارو لارۍ نیول شوې](https://gdb.rferl.org/734ae380-6d4a-496a-8250-e512526ed288_w800_h450.jpg)
د طالبانو د حکومت استخبارات ادعا کوي چې په تورخم بندر کې یې ډېر تاریخي اثارموندلي او ضبط کړي دي.
باختر خبري اژانس د تورخم د استخباراتو د مدیر محمداقبال تکل له قوله وايي، دا تاریخي اثارپه یوه بار وړونکې لارۍ کې په ډېر مهارت سره ځای پرځای شوي وو.
اژانس د جزییاتو له یادولو پرته زیاتوي، چې قاچاقبرانو غوښتل دغه اثارګاونډي هېواد ته انتقال کړي.
طالبانو په خپله تېره واکمنۍ کې د بامیان د بودا د بتانو په ګډون ډېر تاریخي او لرغوني اثارله منځه یوړل، خو د طالبانو چارواکو دا ځل څو څو ځلې په بېلابېلو سیمو کې د تاریخي اثارو د قاچاق د مخنیوي خبر ورکړی دی.