له اوکراین سره د اروپايي ټولنې د ۲۲ میلیارد ډالرو مرستې په اړه بحث کېږي
![له اوکراین سره د اروپايي ټولنې د ۲۲ میلیارد ډالرو مرستې په اړه بحث کېږي](https://gdb.rferl.org/01000000-c0a8-0242-9add-08db4d70729d_w800_h450.jpg)
تمه چې د اروپايي ټولنې د بهرنیو چارو وزیران نن د اوکراین لپاره د څلورو کلونو په مخه د وسلو، مهماتو او نورو پوځي مرستو په برخه کې د ۲۲ میلیاردو ډالرو د لګولو پر وړاندیز بحث وکړي.
دا وړاندیز له کییف د اروپایي ټولنې د ملاتړ د هڅو یوه برخه ګڼل کېږي.
اروپايي ټولنې ژمنه کړې چې پر اوکراین د روسیې د غیر موجه یرغل په وخت له اوکراین سره هر اړخ ملاتړ کوي.
له اوکراین سره د تسلیحاتو په برخه کې مرسته د اوږدمهاله امنیتي تضمین په هدف د نړیوالو هڅو برخه ده، چې تېره اونۍ د ناټو په سرمشریزه کې د جي۷ غړو هېوادونو لخوا اعلان شوه.