د پېښور پولیس وايي د ناامنۍ پرضد یې اقداماتو ته دوام ورکړی دی
![د پېښور پولیس وايي د ناامنۍ پرضد یې اقداماتو ته دوام ورکړی دی](https://gdb.rferl.org/01000000-0aff-0242-5bc2-08db89148d85_w800_h450.jpg)
په اسلام اباد کې د شخړو او امنيتي چارو څېړنیزې ادارې (پاکستان انسټيټيوټ فار کنفلېکټ اېنډ سېکوريټي سټډيز) په جولای کې په خپل يو رپورټ کې وويل چې د ۲۰۲۳ز په اولنيو شپږو مياشتو کې په ملک کې په "ترهګرو او ځانمرګو بريدونو کې په مرحله واره توګه اضافه" شوې چې پکې ۲۸۹ کسان وژل شوي دي.