کندهار: تداوي شوي معتادین د وزګارتیا له امله بیا په نشو روږدي شوي
![کندهار: تداوي شوي معتادین د وزګارتیا له امله بیا په نشو روږدي شوي](https://gdb.rferl.org/85CD1F01-07DF-4D7D-909D-5EC08D8E3A7B_w800_h450.jpg)
کندهار کې یو شمیر هغه معتادین، چې یو ځل یې درملنه شوي وايي، د وزګارتیا له امله بیا په نشو روږدي شوي.
دوی د بیا درملنې او له رغیدو وروسته د کار غوښتنه لري.
بلخوا: ډاکټران وايي دماغي ناروغي، د کورنیو نه پاملرنه، د معتادینو زیاتوالی، وزګارتیا او نشه يي توکو ته اسانه لاس رسی په نشه يي توکو د بیا اخته کیدو عمده لاملونه دي.
په دې اړه غږیز راپور د لېنک له کېکاږلو سره واورئ: