د افغانستان فوټسال ملي لوبډلې قرغیزستان ته ماتې ورکړه
![د افغانستان فوټسال ملي لوبډلې قرغیزستان ته ماتې ورکړه](https://gdb.rferl.org/01000000-0a00-0242-cba5-08db5b8324f9_w800_h450.jpg)
د افغانستان د فوټسال ملي لوبډلې د مرکزي اسیا د سیالیو پرمهال ۵ د ۴ پر وړاندې قرغیزستان ته ماتې ورکړه.
دغه سیالي، چې نن د کابل پر وخت سهار ۱۱:۳۰ بجې د تاجکستان په پلازمېنه دوشنبې کې پیل شوې وه، په پایله کې یې افغان لوبډلې وکړای شول چې د یوې نومرې په توپیر بریا خپله کړي.
ټاکل شوې، چې افغانستان د کافا اتلولیو پرمهال خپلې نورې سیالۍ له ایران، تاجکستان، ازبکستان او ترکمنستان هېوادونو سره ترسره کړي.