د اندونیزیا سواحلو کې د یوې بېړۍ د ډوبېدو له کبله ۱۵ کسان مړه شوي
![د اندونیزیا سواحلو کې د یوې بېړۍ د ډوبېدو له کبله ۱۵ کسان مړه شوي](https://gdb.rferl.org/EBE1858F-70F3-4B05-9D85-7CA1232E9AD9_w800_h450.jpg)
د اندونیزیا د سولاوسي ټاپو سواحلو ته نږدې د لرګي د یوې وړې بېړۍ د ډوبېدو په پېښه کې لږ تر لږه ۱۵ تنه مړه شوي.
د فرانس پرېس خبري اژانس د راپور له مخې د اندونیزیا د پلټنې او ژغورنې چارواکو دغه شمېرې اعلان کړي دي.
دغې اداره په یوه اعلامیه کې ویلي چې بېړۍ د یکشنبې له نیمې شپې وروسته ډوبه شوه.
ویل شوي چې د بېړۍ د ډوبېدو د لامل په اړه پلټنې روانې دي.