خیبر پښتونخوا کې د ځوانانو د ټېلنټ هنټ پروژې لوبې روانې دي
![خیبر پښتونخوا کې د ځوانانو د ټېلنټ هنټ پروژې لوبې روانې دي](https://gdb.rferl.org/01000000-0a00-0242-c4b0-08db8d08b676_tv_w800_h450.jpg)
د وزیراعظم شهباز شریف لخوا اعلان شوی په ځوانانو کې د نویو صلاحتیونو معلومولو یا د یوت ټیلنټ هنټ پروژې له مخه په خیبرپښتونخوا کې د لوبو سیالۍ روانې دي.
د جولای ۲۳مې څخه په روانو سیالیو کې د صوبې له بېلا بیلو برخو څخه لوبغاړي برخه اخلي.
ځايي انتظامیه وايي په ټېلنټ هنټ پروژه کې د فوټبال او بېډمنټن په ګډون ۱۲ نورې لوبې شاملې دي. د مشال راډيو ویډیويي راپور وګورئ