روسیې د اوکراین یو روغتون په توغندي وېشتی
![روسیې د اوکراین یو روغتون په توغندي وېشتی](https://gdb.rferl.org/01000000-0a00-0242-d1f5-08db927f0dbc_w800_h450.jpg)
اوکرایني چارواکي وايي، په خرسون سیمه کې پر یوه روغتون د روسيې د توغندويي برید په پایله کې یو ډاکټر وژل شوی او ګڼ نور خلک ټپیان شوي دي.
په خرسون کې د پوځي ادارې مشر رومان مروچکو نن پر خپله ټلګرام پاڼه ولیکل چې دا برید نن په سیمه ایز وخت د ورځې په یوولسو بجو وشو.
د خرسون سیمې والي اولیسکاندر پروکودین ویلي، چې څلور روغتیايي کارکوونکي هم ټپیان شوي دي.
هغه زیاته کړه چې د روغتون د جراحي څانګه هم په دې برید کې زیانمنه شوې.
له دې مخکې د روغتون د یوې نرسې د ټپي کېدو خبر ورکړل شوی و، چې حالت یې نازک دی.