د افغانستان- قزاقستان د اقتصادي اړیکو په اړه روانه اوونۍ غونډه جوړیږي
![د افغانستان- قزاقستان د اقتصادي اړیکو په اړه روانه اوونۍ غونډه جوړیږي](https://gdb.rferl.org/08ef0000-0a00-0242-71d5-08d9c7a457a9_w800_h450.jpg)
په پام کې ده چې د افغانستان او قزاقستان ترمنځ د اقتصادي او تجارتي مسایلو په اړه په هغه غونډه کې بحث وشي، چې د اګست له ۳ تر ۵ پورې په استانې ښار کې جوړه شي.
د قزاقستان د بهرنیوچارو وزارت مرستیال قنات تومیش پرون رسنیو ته وویل، چې دا غونډه د طالبانو د حکومت پر وړاندې د ده د هېواد په دریځ کې بدلون رانه ولي.
د طالبانو حکومت په قزاقستان کې د یوې تروریستي ډلې په توګه پېژندل کېږي.
ښاغلي تومیش وویل، شاوخوا یونیم سل چارواکي او افغان سوداګر چې د دې غونډې ګډونوال دي، یو هم په نړیوالو تورو لیستونو کې نه دي شامل.
په دوحه کې د طالبانو له پلاوي سره له دوه ورځنۍ غونډې مخکې د امریکا استازي قزاقستان ته تللي وو او د دې هېواد له چارواکو سره یې وکتل.