د سوریې ادلب کې د روسي الوتکې برید؛ ۳ ملکیان وژل شوي
![د سوریې ادلب کې د روسي الوتکې برید؛ ۳ ملکیان وژل شوي](https://gdb.rferl.org/01000000-0aff-0242-2a24-08db8d75bae3_w800_h450.jpg)
د سوريې په شمال لویدیځ ادلب ښار کې نن سهار د روسیې د جنګي الوتکو په برید کې درې ملکي وګري وژل شوی او شپږ نور ټپیان دی.
د فرانس پرس خبري اژانس د راپور پر اساس، دا خبره د سوریي د بشري حقونو د څار سازمان کړې ده.
دې سازمان زیاته کړې، د روسیې د نن سهار برید د ادلب په لویدیځ کې د یوې کورنۍ درې غړي وژلي دي.
د سوریې د بشر ي حقونو نظارت کوونکې ډلې ویلي، په سیمه کې يې کاري ټیمونه د ژغورنې په عملیاتو بوخت دي.