کراچۍ کې لسګونه کسانو د یو وکیل تښتونې ضد پرلت وهلی دی
![کراچۍ کې لسګونه کسانو د یو وکیل تښتونې ضد پرلت وهلی دی](https://gdb.rferl.org/01000000-0aff-0242-b2c2-08db9974e8c1_tv_w800_h450.jpg)
د کراچۍ په سهراب ګوټ کې ګڼو پښتنو کاروباریانو او فعالانو د اګست پر نهمه د خیبر پښتونخوا د یو وکیل حکمت الله مسید د تښتونې پرضد پرلت وهلی دی. دوی وايي، نوموړی د جولای پر ۱۷مه د سیند په کندکوټ کې غلو تښتولی دی او له کورنۍ یې د کروړونو روپیو تاوان غواړي. د سیند حکومت د تازه احتجاجي ناستې په اړه څه نه دي ویلي خو تر دې مخکې یې ټینګار کړی دی چې د غلو پرضد یې عملیاتو ته دوام ورکړی دی او د حکمت الله مسید په ګډون ټول تښتول شوي کسان ازادوي. ویډیويي رپورټ.