اسپانیا د ښځینه فوټبال د نړیوال جام نېمه پایلوبې ته ورسېده
![اسپانیا د ښځینه فوټبال د نړیوال جام نېمه پایلوبې ته ورسېده](https://gdb.rferl.org/16AD0DA9-90E2-425B-B696-37D9EB610F53_w800_h450.jpg)
د ښځینه فوټبال په نړیوال جام کې اسپانیا نیمه پایلوبې ته ورسیده.
اسپانیا نن د هالنډ لوبډلې ته دوه د یوه په وړاندې ماتې ورکړه.
د نن ورځې بله لوبه د جاپان او سویډن ترمنځ ده چې له دغو دو لوبډلو څخه به هم یوه نیمه پایلوبې ته لاره وکړي.
سبا به د استرالیا او فرانسې، همداراز د انګلستان او کولمبیا ترمنځ مسابقې وشي.
استرالیا او نیوزیلنډ د دې نړیوال جام کوربانه دي چې د جولای په شلمه پيل شوی دی او د اګست په شلمه به یې پایلوبه ترسره شي.