د امریکا په یوه ځنګل کې د اورلګیدو د مړو شمېر ۸۰ تنو ته لوړ شوی
![د امریکا په یوه ځنګل کې د اورلګیدو د مړو شمېر ۸۰ تنو ته لوړ شوی](https://gdb.rferl.org/01000000-0a00-0242-197f-08db9998a6e6_w800_h450.jpg)
د امریکا متحده ایالاتونو د هاوایي ایالت په ماوي ځنګل کې د اورلګیدنې له کبله د وژل شویو کسانو شمیر ۸۰ تنو ته لوړ شو.
د فرانس پرس خبري اژانس د راپور پر بنسټ، د ماوي چارواکو دا ارقام د جمعې په ورځ اعلان کړي دي.
د لاهینا سیمې زیاتره اوسیدنکي له خپلو کورونو وتلي دي.
د چارواکو په خبره، څه باندې څلوارلس سوه تنه اضطراري پناه ځایونو ته تخلیه شوي دي.
د هاوايي چارواکو ویلي، هڅه کوي معلومه کړي چې په دې سیمه کې اور څنګه په چټکۍ خپور شو.
دا اور لګیدنه د هاوایی په تاریخ کې ترټولو مرګونی طبیعي ناروین ګڼل کېږي.
له دې وړاندې په دې سیمه کې تر ټولو بده پېښه د ۱۹۶۰ م کال د څونامي وه چې له کبله یې ۶۱ تنه مړه شوی وو.