د کندهار اوسېدونکي: بې کیفیته تېلو مو نقلیه وسایط خراب کړي، د وارداتو مخنیوی یې غواړو
![د کندهار اوسېدونکي: بې کیفیته تېلو مو نقلیه وسایط خراب کړي، د وارداتو مخنیوی یې غواړو](https://gdb.rferl.org/A8602CF3-69CE-4773-B0DF-814068425CBB_w800_h450.jpg)
د کندهار اوسیدونکي د بي کیفیته تېلو له خرڅلاو څخه شکایت لري.
دوی وايي د کندهار په بازارونو کې ټیټ کیفیته تیل پلورل کېږي، چې له امله يي د دوی نقلیه وسایط خرابیږي او مالي زیان ورته اوړي.
دوی د طالبانو له حکومت څخه په ګمرکونو او ښار کې د تیلو د کیفیت د جدي پلټڼي غوښتنه کوي.
په دې اړه زموږ د همکار راپور د لاندې لېنک له کېکاږلو سره واورئ: