د امریکا په هاوایي کې د اورلګېدنې له امله د مړو شویو کسانو شمېر ۱۰۶ ته رسېدلی
د امریکا په هاوایي ایالت کې د اورلګېدنې له امله د مړو شویو کسانو شمېر ۱۰۶ ته لوړ شو.
ژغورونکي په سیمه کې لا هم پلټنې کوي چې د دې ناورین قربانیان پيدا کړي.
دا اور اوونۍ مخکې ولګېد.
چارواکو وویل چې د لاهاینا په تاریخي ښارګوټي کې روزل شویو سپیو تر دې دمه ۳۲ فیصده سوځېدلې سیمه پلټلې ده.
د ایالت والي خبرداری ورکړی چې ښایي نور جسدونه هم وموندل شي.
دا په څه باندې یوې پېړۍ کې د اورلګېدو تر ټولو بده پېښه ده چې د امریکا په متحد ایالتونو کې رامنځته شوې ده.