د ایران د بهرنیو چارو وزیر ریاض ته ځي
![د ایران د بهرنیو چارو وزیر ریاض ته ځي](https://gdb.rferl.org/A16D2903-F94C-485E-BBA1-001626E6DEAF_w800_h450.jpg)
د ایران دولتي تلوېزیون خبر ورکړ چې د بهرنیو چارو وزیر حسین امیر عبداللهیان نن ریاض ته ځي.
د ایران او سعودي عربستان ترمنځ د مارچ په میاشت کې وروسته له اوو کلونو ډیپلوماتیک اړیکې پیل شول.
د جون په شپاړسمه په ریاض کې د ایران سفارت پرانیستل شو او څه باندې اوونۍ وروسته تر دې د سعودي عربستان د بهرنیو چارو وزیر فیصل بن فرحانال سعود تهران ته سفر وکړ او د ایران له ولسمشر ابراهیم رییسي او د دغه هېواد له بهرنیو چارو وزیر حسین امیر عبداللهیان سره یې وکتل.
ریاض ته د ایران د بهرنیو چارو د وزیر د سفر د اجنډا په اړه تر اوسه څه نه دې ویل شوي.