افغانستان بانک نن ۱۴ میلیونه ډالر لیلاموي
![افغانستان بانک نن ۱۴ میلیونه ډالر لیلاموي](https://gdb.rferl.org/1031291f-6f73-423e-93b5-ffbea882b622_w800_h450.jpg)
د افغانستان بانک نن یکشنبې ۱۴ میلیونه ډالره د لیلام په ډول پلوري.
د طالبانو ترکنټرول لاندې باختر اژانس د راپورله مخې، دغه بانک دغه اقدام د افغانۍ د ارزښت د لاپیاوړتیا په هدف کوي.
تېره اونۍ هم د افغانستان بانک ۱۴ میلیونه ډالره لیلام کړي وو.
په داسې حال کې، چې د پاکستان په ګډون د افغانستان د یو شمېرګاونډیانو د ملي پیسو یا کرنسۍ ارزښت په تېره د ډالر پر وړاندې په دې وروستیو کې ډیررا لویدلی، افغانۍ لا پیاوړې شوې او پرون د کابل په شهزاده سراۍ کې ۸۲ افغانۍ د یوه ډالر پر وړاندې تبادله کیدې.