تاجکستان: د وروستیو سېلابونو تلفات ۱۷ تنو ته لوړ شوي
![تاجکستان: د وروستیو سېلابونو تلفات ۱۷ تنو ته لوړ شوي](https://gdb.rferl.org/7a8049f1-a6a3-49aa-8e7f-f0ab2349ee67_w800_h450.jpg)
په تاجکستان کې د وروستیو ورښتونو او سېلابونو له کبله د وژل شویو کسانو شمېر ۱۷ تنو ته پورته شو.
د تاجکستان د بیړنیو حالاتو کمېټې نن سه شنبه "د اګست ۲۹ مه" د ازادي راډیو تاجکي څانګې ته وویل، د کافرنهان له سېند څخه د لټون په عملیاتو کې د څلورو کسانو جسدونه ترلاسه شوي، چې درې یې ښځې او یو يې نارینه دی.
د لټون له دې عملیاتو وروسته، دغې کمېټې اعلان وکړ چې جسدونه يې د نورو معایناتو لپاره روغتون ته لیږدولي دي.
د تاجکستان د بېړنیو حالاتو کمېټې پرون ویلي وو، دغو ورښتونو د پلازمېنې دوشنبې په وحدت او رودکي ولسوالیو کې تلفات هم اړولي دي.
چارواکو د سېلابونو له کبله په دغو سیمو کې د لارې او سړکونو د ویجاړیدو خبر هم ورکړی و.