ازادي راډیويي مجله؛ په میدان وردک او غزني کې کتابتونونه پرانیستل شوي
![ازادي راډیويي مجله؛ په میدان وردک او غزني کې کتابتونونه پرانیستل شوي](https://gdb.rferl.org/b016651b-d4ec-42a5-9a66-da0e75f65045_w800_h450.jpg)
د ازادي راډیويي مجلې په دې خپرونه کې د شعر نقد اورېدلی شئ.
دغه راز په میدان وردک او غزني کې د مدني فعالانو په مټ د نویو کتابتونونو له پرانیستلو خبرېږئ.
په دې خپرونه کې دا به هم واورئ چې له پلالې څرنګه انځورونه جوړېږي.
په کابل کې د یوه ځوان انځورګر له ژونده خبرېږئ او له یوه ناروغ افغان لیکوال سره خبرې شوي چې سترګې یې نه ویني.
دغه خپرونه چې احمدشیبر چمتو کړې، د لاندې لېنک په کېکاږلو اورېدلی شئ: