د کرکټ اسیا جام؛ بنګلهدېش او سریلانکا لوبډلې سیالي لري
![د کرکټ اسیا جام؛ بنګلهدېش او سریلانکا لوبډلې سیالي لري](https://gdb.rferl.org/01000000-0aff-0242-58ff-08db85c46b26_w800_h450.jpg)
د کرکټ په اسیا جام کې نن د بنګلهدېش او سریلانکا لوبډلې سره مخ دي.
د دوی لوبه د سریلانکا په پالیکللې ښار کې ترسره کېږي.
اسیا کپ پرون د پاکستان او سریلانکا په کوربهتوب پيل شوی دی.
په لومړنۍ لوبه کې پاکستان د نیپال لوبډلې ته په لوی توپیر ماته ورکړه.
د افغانستان لومړۍ لوبه راتلونکې یکشنبه له بنګلهدېش سره ده.
په اسیا کپ کې افغانستان، پاکستان، هندوستان، بنګلهدېش، سریلانکا او نیپال ګډون لري.