د اوکراین ولسمشر روانه میاشت د ملګرو ملتونو کلنۍ او د امنیت شورا ځانګړې غونډې ته ورځي
![د اوکراین ولسمشر روانه میاشت د ملګرو ملتونو کلنۍ او د امنیت شورا ځانګړې غونډې ته ورځي](https://gdb.rferl.org/01000000-c0a8-0242-ce93-08db1ff8998a_w800_h450.jpg)
د اوکراین ولسمشر ولودومیر زیلینسکي به روانه میلادي میاشت په نیویارک کې د ملګرو ملتونو په کلنۍ غونډه کې برخه واخلي او د امنیت شورا په هغه غونډه کې به ګډون وکړي، چې د اوکراین لپاره جوړیږي.
دا خبره په ملګرو ملتونو کې د البانیا استازي فرید خوخا پرون خبریالانو ته وکړه.
البانیا د سپتمبر د میاشتې لپاره د امنیت شورا د پنځلس غړیو د شورا مهالنۍ مشري کوي.
تمه ده، چې د نړۍ مشران د سپتمبر له اتلسمې د ملګرو ملتونو په عمومي غونډه کې برخه واخلي او ټاکل شوې ده چې د اوکراین په اړه د امنیت شورا غونډه د سپتمبر په شلمه جوړه شي.