د آزادۍ جبهې په بغلان کې د خپل یوه قوماندان د وژل کېدو خبر ورکړی
د آزادۍ جبهې په نوم د طالبانو مخالفې ډلې د بغلان ولایت په اندراب سیمه کې د طالبانو لهخوا د خپل یوه قوماندان د وژل کېدو خبر ورکړی.
دې ډلې نن پر خپله ایکس پاڼه په یوه بیان کې ویلي چې قمرالدین اندرابي د اندراب د بنو ولسوالۍ په خج دره کې وژل شوی دی.
په بیان کې په دې اړه نور تفصیل نه دی ورکړل شوی.
بلخوا د طالبانو سیمه ییزو چارواکو هم د اندرابي د وژل کېدو خبر ورکړی.
په شمال کې د طالبانو سیمه ییزو چارواکو هم د اندرابي د وژلو خبر ورکړی او په یوه بیان کې یې ویلي یې دي چې په اندراب کې به د طالبانو د مخالفینو پر ضد عملیات پیل شي.
د روان کال په وري یا حمل میاشت کې هم د آزادۍ جبهې دوه مهم قوماندانان اکمل امیر او بصیر اندرابي په سالنګ کې له طالبانو سره په جګړه کې وژل شوي وو.