ملګري ملتونه له افغان مېرمنو سره د سواد په زدهکړه کې مرسته کوي
![ملګري ملتونه له افغان مېرمنو سره د سواد په زدهکړه کې مرسته کوي](https://gdb.rferl.org/01320000-0aff-0242-e694-08da7c49cc87_cx29_cy45_cw37_w800_h450.jpg)
د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو لویه کمېشنري وايي، دوی له بېځایه شویو او زیانګالو افغان مېرمنو سره د سواد په زدهکړه کې مرسته کوي.
د دې ادارې د افغانستان څانګې نن جمعه د سواد نړیوالې ورځې په مناسبت په خپل ایکس شبکه کې لیکلي، دوی هڅه کوي بېځایه شوې افغان مېرمنې د لیک لوست مهارتونه زده او پر ځان باور ترلاسه کړي.
دغې ادارې د یوې زده کوونکې وینا هم خپره کړې چې ویلي یې دي: "سواد ما ته هیله رابخښي."
نن د سپټمبر میاشتې اتمه د سواد نړیواله ورځ ده او له ۱۹۶۷م کال راهیسې هر کال د سواد د ودې او پراختیا لپاره په بېلابېلو شعارونو سره نمانځل کېږي.