ډبلیو ایف پي: د مرستو نه رسېدو له کبله به میلیونونه افغانان خپلې سیمې پرېږدي
د خوړو نړیوال پروګرام یا 'ډبلیو ایف پي' ویلي چې که په افغانستان کې زیانګالو خلکو ته مرستې ونه رسېږي، د دې هېواد میلیونونه وګړي به په راروان ژمي کې خپلو سیمو پرېښودو ته اړ شي.
د دې پروګرام د کاناډا څانګې پرون یکشنبې په خپله ایکس شبکه کې د افغانستان لپاره د دې پروګرام د عملیاتو د مشرې 'هسیو وي لي' یو ویډیویي پیغام خپور کړی چې نوموړې په کې ټینګار کړی چې د افغانستان په میلیونونه وګړي د راروان سخت ژمي لپاره تیاری نه لري.
هغې له بسپنه ورکوونکو هېوادونو وغوښتل چې هر څومره ژر چې کېدای شي د خوړو له نړیوال پروګرام سره د یو میلیارد ډالرو مرسته وکړي تر څو وکولای شي چې په افغانستان کې ۲۱ میلیون زیانګالو وګړو ته بشري مرستې ورسوي.