د پاکستان په بلوچستان کې د تښتول شویو لوبغاړو د موندنې عملیات روان دي
![د پاکستان په بلوچستان کې د تښتول شویو لوبغاړو د موندنې عملیات روان دي](https://gdb.rferl.org/01000000-0aff-0242-789a-08db6a56e731_w800_h450.jpg)
د پاکستان په بلوچستان ایالت کې د فوټبال په شپږو تښتول شویو لوبغاړو پسې نن هم د پلټنې عملیات روان دي، خو تراوسه یې ځای ځایږی نه دی معلوم شوی.
فرانس پرېس خبري اژانس د پاکستان د کورنیو چارو د لنډمهالي وزیر سرفراز بګټي په حواله ویلي چې د برمته شویو لوبغاړو د موندلو لپاره ټول موجوده امکانات په کار اچول شوي دي.
دغه شپږ فوټبالران چې ویل کېږي د سنګسیلا سیمې بلوڅان دي، د تېرې شنبې په ورځ هغه مهال وتښتول شول چې د فوټبال یوې محلۍ سیالۍ ته روان وو.
تراوسه د فوټبالرانو د تښتولو انګېزه معلومه نه ده او مسوولیت یې هم کومې ډلې پر غاړه نه دی اخیستی.