ضياالدين يوسفزۍ: نجونې له کار او تعليمه راګرځول د صنفي امتياز علامت دی
![ضياالدين يوسفزۍ: نجونې له کار او تعليمه راګرځول د صنفي امتياز علامت دی](https://gdb.rferl.org/01000000-0aff-0242-5d7e-08dbb2bbec50_cx0_cy18_cw100_w800_h450.jpeg)
د تعليم نړيوالې مبارزې او د نوبل د سولې جایزې ګټونکې ملالې یوسفزۍ پلار ضیاالدین یوسفزی وايي چې په افغانستان کې د طالبانو حکومت د خپلو تګلارو له لارې ښځې نابوده کول غواړي. نوموړي دا خبره د سېپټېمبر پر ۱۱مه د جرمني په کولن ښار کې د یو شمېر افغان ښځینه فعالانو لخوا د نه خوړلو په اعتصابي کېمپ کې د ګډون پر مهال مشال راډيو ته وکړه. يوسفزي زياته کړه چې نړۍ بايد پر طالبانو فشار راوړي چې له ښځو سره د هغوی د صنفي امتياز تګلاره پای ته ورسوي. له ضياالدين يوسفزي سره احمد شاه اعظمي مرکه کړې ده چې د غږ په ځای کې يې اورېدلای شئ.