بلېنکن: امریکا له خپلو متحدانو سره د تروریزم د ځپلو لپاره مبارزې ته دوام ورکړی
![بلېنکن: امریکا له خپلو متحدانو سره د تروریزم د ځپلو لپاره مبارزې ته دوام ورکړی](https://gdb.rferl.org/01000000-0aff-0242-64e6-08db848ac908_w800_h450.jpg)
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر د سپټمبر د یوولسمې په مناسبت په یوه بیان کې ویلي چې متحدایالاتو د تېرو څو کلونو په اوږدو کې د نړۍ په بېلابېلو برخو کې له خپلو متحدانو سره په ګډه د تروریزم د ځپلو لپاره مبارزې ته دوام ورکړی دی.
په بیان کې د بلېنکن له قوله راغلي چې نوموړی وايي: "د سپټمبر د ۱۱مې یادونه موږ ته دا رایادوي چې باید د هغو کسانو پر ضد چې تروریستي فعالیتونه کوي جګړې ته دوام ورکړو."
د ۲۰۰۱ کال د سپټمبر په یوولسمه د تروریستانو یوې ډلې په څو تښتول شویو الوتکو کې په نیویارک کې د نړیوالې سوداګرۍ د ودانیو او پنټاګون په ګډون یو شمېر اهداف په نښه کړل چې د چارواکو په وینا نږدې ۳ زره کسان یې ووژل او له ۶ زرو زیات نور یې ټپیان کړل.
امریکا د دې حملو په تنظیم د القاعده شبکې مشر اسامه بن لادن چې هغه مهال په افغانستان کې اوسېده تورن کړ او د همدې کال په اکټوبر کې یې د هغه د نیولو یا وژلو په مقصد افغانستان ته خپل ځواکونه واستول.