د پاکستان سرپرست صدراعظم ملا حسن آخوند ته ليک استولی
![د پاکستان سرپرست صدراعظم ملا حسن آخوند ته ليک استولی](https://gdb.rferl.org/09938a69-a3aa-41a8-b1e3-e07a492f252c_w800_h450.jpg)
د پاکستان سرپرست صدراعظم د طالبانو د حکومت د رییس الوزرا په نوم په یوه لیک کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د ستونزو په اړه د خبرو غوښتنه کړې.
د راپورونو له مخې، انوارالحق کاکړ ملامحمد حسن آخوند ته په دې لیک کې د هغو امنیتي او اقتصادي ستونزو یادونه کړې چې دواړه هېوادونه ورسره مخامخ دي.
دا په داسې حال کې ده، چې تېره اونۍ په تورخم کې د طالبانو له خوا د یوې پوستې د جوړولو پر سره د دواړو خواوو د ځواکونو ترمنځ نښته وشوه او ورپسې تورخم دروازه د څه باندې یوې اونۍ لپاره بنده شوه.
پاکستان همداراز شکایت لري، چې پاکستاني طالبان په افغانستان کې پټنځایونه لري.
دا ادعا د طالبانو حکومت رد کړې ده.