اتونبایووا له متقي سره د امنیت شورا د راتلونکې غونډې په اړه خبرې کړي
![اتونبایووا له متقي سره د امنیت شورا د راتلونکې غونډې په اړه خبرې کړي](https://gdb.rferl.org/04020000-0aff-0242-03c8-08daaf00eea2_w800_h450.jpg)
د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې روزا اتونبایووا د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت له سرپرست امیرخان متقي سره لیدلي.
یوناما یا په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندویه ماموریت په خپله ایکسپاڼه لیکلي چې دا ناسته د افغانستان په اړه د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د راتلونکې اوونۍ د غونډې په درشل کې د پراخو سلا مشورو په چوکاټ کې شوې.
د یوناما د بیان له مخې د ملګرو ملتونو امنیت شورا به راتلونکې اوونۍ د افغانستان د وضعیت په اړه یوه غونډه ولري.
یوناما په خپل بیان کې زیاته کړې چې د رغنده تعامل لپاره متعهده ده او غواړي دا ډاډمنه کړي چې د ټولو افغانانو غږونه واورېدل شي.