د اسیايي پراختیا بانک له افغانستان سره د ۴۰۰ میلیونه ډالرو مرسته تصویب کړه
![د اسیايي پراختیا بانک له افغانستان سره د ۴۰۰ میلیونه ډالرو مرسته تصویب کړه](https://gdb.rferl.org/A538D478-E270-4E7D-96C6-A850A2C233A3_w800_h450.jpg)
د اسیايي پراختیا بانک له افغانستان سره د څلور سوه میلیونه ډالرو مرسته تصویب کړه.
دغه بانک پرون چهارشنبه د سپټمبر ۲۰مه په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې دغه تازه مرسته د زیانګالو افغانانو د لاسنیوي په ځانګړې توګه ښځو او نجونو ته ځانګړې شوې.
د خبرپاڼې په دوام راغلي چې ټولې دغه پیسې د ملګرو ملتونو ادارو ته ورکول کېږي چې مصرف یې کړي.
په خبرپاڼه کې راغلي چې د دې مرستې له ډلې به سل میلیونه ډالره د خوړو نړیوال پروګرام ته ورکول کېږي چې څه باندې یو اعشاریه درې میلیونه افغانان تر پوښښ لاندې راولي.
د مرستې دوه سوه میلیونه ډالره یونېسف ته ورکول کېږي چې په لسو ولایتونو کې د ۷ نیم میلیونه ماشومانو ملاتړ پرې وکړي او پاتې سل میلیونه یې د کرنیزو فعالیتونو پر ملاتړ لګول کېږي.
تر دې وړاندې د خوړو نړیوال پروګرام د ژمي تر پایه له افغانانو سره د مرستې لپاره د یو میلیارد ډالره مرستو غوښتنه کړې وه.