د افغانستان په کورنیو چارو وزارت کې له دندې په هند کې تر کډوالۍ او کلچې پلورلو
![د افغانستان په کورنیو چارو وزارت کې له دندې په هند کې تر کډوالۍ او کلچې پلورلو](https://gdb.rferl.org/01000000-0aff-0242-d761-08dbbe61f8c7_tv_w800_h450.jpg)
کبیراحمد او کورنۍ یې وایي د طالبانو او نورو خواوو ګواښونو وطن پرېښودو ته اړ ویستي. هغه په نوې ډېلۍ کې د کلچو پلورلو دوکان لري او وایي د افغانستان له نوم اوریدو سره یې ستونی غریو نیسي.
کبیر احمد په افغانستان کې ژوند؛ په ځانګړي ډول ښځو ته ستونزمن بولي او وایي د هرې نجلۍ په څېره کې یې خپلې لوڼې ویني.