'آر ایس ایف' د طالبانو له بنده د مرتضی بهبودي د خوشې کېدو غوښتنه وکړه
د دې سازمان د مرستو د چارو مسوول انتوان برنارد پرون سې شنبه په نړۍ کې د خبریالانو پر وضعیت د معلوماتو ورکولو پر مهال دا خبره وکړه.
مرتضی بهبودي د تېر ۱۴۰۱ کال د جدي پر ۱۵مه کابل کې د طالبانو له خوا ونیول شوی چې لا هم په توقیف کې دی.
برنارد د افغانستان په ګډون د نړۍ په ځینو هېروادونو کې په خپل سر د خبریالانو نیول یوه عمده ستونزه وبلله.
د بې پولې خبریالانو نړیوال سازمان وايي، د روان میلادي کال له جنورۍ تر اوسه په نړۍ کې ۱۹ خبریالان او د رسنیو کارکوونکي وژل شوي او شاوخوا ۵۱۶ خبریالان او د رسنیو ۲۲ کارکوونکي په ټوله نړۍ کې بندیان شوي دي.