د پاکستان په سند کې چاودنې ۸ کسان وژلي
پولیس وایي چې په وژل شویو کې پنځه ماشومان، یو نارینه او دوه مېرمنې دي.
په سیمه کې د پولیسو افسر روحیل کوسه ازادي راډیو ته وویل چې دا مرمۍ ماشومانو په بهر کې پيدا کړې وه او کور ته یې وړې وه.
کوسه زیاته کړه چې د پېښې تحقیقات روان دي.