اذربایجان: د یوه سرتېري له وژل کیدو وروسته مو د ارمنستان بر وړاندې ځوابي اقدامات پيل کړي
![اذربایجان: د یوه سرتېري له وژل کیدو وروسته مو د ارمنستان بر وړاندې ځوابي اقدامات پيل کړي](https://gdb.rferl.org/01000000-0aff-0242-7983-08dbbf5ac86e_w800_h450.jpg)
د اذربایجان دفاع وزارت نن شنبه وویل، چې د ارمنستان د ځواکونو له خوا یې د یوه سرتېري تر وژل کېدو وروسته ځوابي اقدامات پیل کړي دي.
د اذربایجان په وینا دغه سرتېری یې د ارمنستان د نښه ویشتونکو له خوا د دواړو هېوادونو پر پوله ویشتل شوی دی.
ارمنستان دغه تور سم د لاسه رد کړی او ویلي یې دي، دا واقعیت نه لري، چې د دوی ځواکونو دې د اذربایجان پر سنګرونو ډزې کړې وي.
دا ادعاوې داسې وخت کېږي، چې د دواړو ګاونډیو هېوادونو ترمنځ کړکېچ وروسته له هغې اوج ته ورسېد چې اذربایجان تېره اوونۍ لانجمنه سیمه نګرنو-قره باغ سیمه چې ډېری اوسېدونکي یې په خټه ارمنان دي ونیوله.