د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت سرپرست چین ته په سفر ولاړ
![د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت سرپرست چین ته په سفر ولاړ](https://gdb.rferl.org/04870000-0aff-0242-1a89-08da33c396ed_cx0_cy25_cw0_w800_h450.jpg)
د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو د سرپرست وزیر امیرخان متقي په مشرۍ یو پلاوی نن سهار د چین په رسمي بلنه دغه هېواد ته ولاړ.
د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ویاند حافظ ضیا احمد پر خپله ایکس پاڼه لیکلي، چې دغه پلاوی د چین په شي ژانګ ایالت کې د ترانس همالیا فورم په دریمه ناسته کې ګډون کوي.
د هغه په وینا په یاده فورم کې د همالیا د غرونو شاوخوا هېوادونو پر اقتصادي همکاریو او سیمه ییز اتصال خبرې کوي.
د راپورونو له مخې، دغه دوه ورځنۍ غونډه سبا چهارشنبه د اکتوبر په څلورمه پيلیږي.
چین د طالبانو له حکومت سره غیر رسمي تعامل ساتلی او یوازینی هېواد دی، چې د طالبانو د حکومت تر بیا واکمنۍ وروسته یې کابل ته نوی سفیر لیږلی دی.
د طالبانو د بهرنیو چارو سرپرست وزیر تېره اونۍ د مسکو فارمټ شپږمې غونډه کې د ګډون په هدف لومړی مسکو او بیا د تاتارستان کازان ښار ته سفر کړی و.
روسیې او چین دواړو د لویدیځو هېوادونو برعکس په خپلو هېوادونو کې د طالبانو ډيپلوماتان هم منلي دي.