پاکستان کې د افغان کډوالو شورا وايي اسلام اباد کې د افغانانو نیول زیات شوي دي
![پاکستان کې د افغان کډوالو شورا وايي اسلام اباد کې د افغانانو نیول زیات شوي دي](https://gdb.rferl.org/01000000-0aff-0242-a8ed-08dbb816ae7a_cx0_cy16_cw0_w800_h450.jpg)
د افغان کډوالو د شورا مشر میر احمد رووفي د اکتوبر پر درېيمه مشال راډيو ته وويل چې دوه ورځې مخکې د اسلام اباد پولیسو له هغه ښاره ۸۰۰ افغان کډوال نيولي ول. د هغه په وينا وروسته یې ۴۰۰ هغه افغانان خوشې کړل چې د اوسېدو قانوني اسناد يې درلودل.