افغانستان کې زلزلې لوی ځاني او مالي زیانونه اړولي دي
![افغانستان کې زلزلې لوی ځاني او مالي زیانونه اړولي دي](https://gdb.rferl.org/01000000-0aff-0242-9395-08dbc7e6a658_tv_w800_h450.jpg)
د افغانستان په درو ولایتونو کې زلزلې ۲،۰۵۳ تنه وژلي دي چې د ځینو جسدونه لا هم تر نړېدلو کورونو لاندې پراته دي. رویټرز او اسوشيېټېډ پرېس اژانسونه وايي، د وژل شویو دا شمېر یې له طالب چارواکو او خیریه ادارو ترلاسه کړی دی. د اکتوبر پر اوومه په زلزله کې تر ټولو زیاته مرګژوبله د هرات په زنده جان ولسوالۍ کې اوښتې ده. په وژل شویو کې د یوې کورنۍ ۲۳ غړي هم شامل دي. د هغې کورنۍ مشر وايي، له بازاره چې کلي ته ستون شو نو و یې لیدل چې کور یې د خاورو سره خاورې شوی دی. ځپل شوي خلک سرپناه، خوړو او نورو شیانو ته اړتیا لري. د اې اېف پي او اسوشيېټېډ پرېس اژانسونو له ویډیو جوړ رپورټ.