مرتضا سولنګي وايي حکومت یې تر اکتوبر وروسته بې اسناده افغانان "په زور" له پاکستانه باسي
![مرتضا سولنګي وايي حکومت یې تر اکتوبر وروسته بې اسناده افغانان](https://gdb.rferl.org/B4609A76-0654-4CD5-998E-F42895030FC3_cx18_cy6_cw81_w800_h450.jpg)
سولنګي وویل، په هغه هېواد کې ټول ۱۷ لکه بې اسناده او ناقانونه خلک اوسي چې زیاتره یې د ۲۰۲۱ز کال د اګست پر ۱۵مه پر افغانستان د طالبانو تر واکمنېدو وروسته هلته ورغلي. په همدې حال کې د پاکستان د بشري حقونو کمېشن له حکومته غوښتي دي چې افغانان دې په زور له هېواده نه باسي.