له کراچۍ څخه يوشمېر افغان کډوال خپل هېواد ته ستنېږي
![له کراچۍ څخه يوشمېر افغان کډوال خپل هېواد ته ستنېږي](https://gdb.rferl.org/01000000-c0a8-0242-e839-08dbc9851abc_tv_w800_h450.jpg)
د پاکستان له کراچۍ ښاره د افغان کډوالو خپل هېواد ته د ستنېدو لړۍ په داسې حال کې پيل شوې چې د پاکستان حکومت بې اسناده بهرنيانو ته له هغه هېواده د وتلو امر کړی دی. افغان کډوال وايي له لسګونو کلونو تېرولو وروسته يې خپل هر څه په نيمه وپلورل او د نامعلوم برخليک پر لورې هېواد ته ستنېږي. دا په داسې حال کې ده چې په کراچۍ کې پوليسو له تېرې يوې مياشتې راهيسې شاوخوا ۱،۸۰۰ افغان کډوال نيولي دي.