هرات کې په یوه ورځ د سلګونو کسانو ډلهییز تدفین
![هرات کې په یوه ورځ د سلګونو کسانو ډلهییز تدفین](https://gdb.rferl.org/01000000-0aff-0242-9cf3-08dbca77accd_tv_w800_h450.jpg)
د هرات د زنده جان ولسوالۍ اوسېدونکو دغلته د وروستۍ زلزلې د قربانیانو شاوخوا ۳۰۰ جسدونه په یوه ورځ خاورو ته وسپارل.
د طالبانو سیمه يیزو چارواکو د دې زلزلې د مرګ ژوبلې په اړه ضد و نقیض شمېرې وړاندې کړي خو د روغتیا نړیوال سازمان وايي د شنبې په ورځ شوې دې زلزلې شاوخوا ۱۳۰۰ کسان وژلي دي.